نږدې څلور کلونو کې ۳۱زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې پر دندو ګومارل شوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې چارواکي وايي چې  واک ته د سرپرست حکومت له رسېد راهیسې د تشو دولتي بستونو لپاره ۲۰۰زره ګډونوالو څخه په برښنايي ډول ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې یې، ۳۱۰۰۰ کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

له اسلام‌کلا بندر هره ورځ ۱۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي

په هرات کې د اسلام‌کلا بندر د کمېساري مسوولان وايي چې له دغې لارې هره ورځ څه باندې لس زره افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته راستنېږي.

د اسلام‌کلا کمېسار حضرت زعیم اغا وايي چې ۷۰سلنه یاد افغانان په خپله خوښه او ۳۰سلنه هم د ایران له لوري په زور بېرته هېواد ته راستنول کېږي.

«د وېرې له امله د تاوتریخوالي پروړاندې غلې پاتې کېږو»

سلام‌وطندار ۱۲ ولایتونو کې له ۳۶ مېرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه مېرمنې د وېرې له امله خپل غږ نه‌ پورته کوي.

یادې مېرمنې وايي، د کورنۍ پاشېدو، اولادونو ته یې د زیان رسولو، د کورني تاوتریخوالي ډېروالي او له خاوند د جدا‌کېدو له وېرې یې، د تاوتریخوالي پر وړاندې خپل غږ نه‌دی پورته کړی.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې له بېګاه شپې راهیسې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، جون ۲۵مه راپور ورکړی چې بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اېتامار بین‌ګوېر: د اسراییلو د دښمنانو پروړاندې د دوزخ دروازې پرانېزئ

د اسراییلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بین‌ګوېر وايي چې د اسراییلو د دښمنانو پر وړاندې باید د «دوزخ دروازې» پرانېستل شي.

بین‌ګوېر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو وویل، له ایران سره اوربند ته رسېدلي دي.

نوموړي له ریشیت‌بیت رادیو سره د مرکې پرمهال همداراز ټينګار کړی چې اسراییلو له په ایران کې ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور درې کسان په دار ځړولي

د اسراییلو او ایران ترمنځ د اوربند له ټينګېدو یوه ورځ وروسته تهران د اسراییلو موساد استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ په تور درې کسان په دار ځړولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه درې کسان نن چهارشنبه، جون ۲۵مه، اعدام شوي دي.

غزه کې ۷ اسراییلي سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي

د غزې په خان یونس سیمه کې د یوې چاودنې پرمهال د اسراییلو اووه سرتېري وژل شوي دي.

د اسراییل ټایمز خبري رسنۍ نن چهارشنبه، جون ۲۵مه، راپور ورکړی چې دغه سرتېري مهال وژل شوي چې یوه کس د دوی موټر ته چاودېدونکي توکي وروغورځول.

اسراییل: د ایران پر وړاندې بریدونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي

د اسراییلو پوځ وايي چې د ټرمپ له لوري د تل‌ابیب او تهران ترمنځ د اوربند پر پلي‌کولو له ټينګار سره سره، لاهم د ایران پروړاندې برید پای ته نه‌دی رسېدلی.

د اسراییلو د پوځ مشر ایال زامیر پرون سه‌شنبه، جون ۲۴مه له پوځي چارواکو سره په ناسته کې وویل: «موږ د یوه مهم فصل پای ته رسېدو حال کې یوو، خو د ایران پر وړاندې مو بریدونه لا پای ته نه‌دي رسېدلي.»