
د نوبل جایزې ته د ټرمپ نوماندول؛ پاکستان پر ایران د ټرمپ برید غندلی
پر ایران د امریکا برید ته په غبرګون کې د پاکستان حکومت د نوبل جایزې ته د ټرمپ له نوماندۍ یوه ورځ وروسته پر ایران د هغه برید غندلی دی.
پاکستان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ شوي کړکېچ کې د نوموړي د منځګړیتوب له امله د نوبل سولې لپاره نومولی و.













