پکتيا کې په ۲۰ ميليونه افغانيو د شپږو رغنيزو پروژې چارې پيل شوې

د یاد ریاست رییس نثاراحمد نجات نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه سلام‌وطندار ته وويل چې د يادو پروژو له ډلې يې په مرکز ګردېز کې يو کانال او استنادي ديوال، دوه کانالونه او يو سربند په ځاځي اريوب‌ او يو استنادي ديوال په څمکنيو ولسوالي کې جوړېږي چې سلګونه متره اوږدوالی لري.

د ایران او اسراییلو جګړه؛ له دواړو لوریو ۴۵۴ کسان وژل شوي

د ایران د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو هوايي بریدونو له کبله تر دې مهاله ۴۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۳۵۰۰ نور بیا ټپیان شوي دي.

د ایران «نور» په نوم خبري رسنۍ دغه شمېرې د یاد هېواد د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له قوله خپرې  کړې دي.

پنجشېر کې د «زمردو» د کانونو ۱۵ نوې سیمې کشف شوي

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د کان ۱۵ نوې سیمې کشف شوي دي.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلام‌وطندار ته وویل چې د زمردو دغه سیمې د لومړۍ حصې ولسوالي اړوند سیمه کې د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري موندل شوي دي.

بلخ کې تېرکال نږدې ۶۰۰ کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیول شوي

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، دغه ولایت کې نږدې شپږ کسان د نشه‌يي توکو قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د بلخ امنیه قومنداني نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرکال پرمهال دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو پلور او قاچاق په تور ۵۹۶ کسان نیول شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد: د ملګروملتونو راپور د وضعیت ناسم ښوولو لپاره خپور شوی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو هغه درې میاشتنی راپور چې په‌کې د افغانستان په اړه ناسم مالومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د اوسني وضعیت په اړه تشویشونه رامنځ ته شي، ناسم دی.

هغه نن (شنبه، جوزا ۳۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ښه شوی او خلک ارامه ژوند کوي.

ده وویل: «موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند په موخه چمتو شوی راپور بولو.»

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي دغه ولایت کې د سل زره امریکايي ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.

جومات چې د څرخ ولسوالي اړوند نوشهرسیمه کې د «احمدیه» په نوم دیني مدرسې او دارلایتام ته په اساسي توګه جوړېږي، شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي او د ۳۰۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت به ولري.

کندهار کې د خلکو په ۲۷ میلیونه افغانیو د اوبو بند جوړېږي

د کندهار د ارغنداب ولسوالي په بابرکلي کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۷ میلیونه افغانیو د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې.

د سیمې اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د بند جوړېدل به د اوبو زېرمه‌کولو له لارې د وچکالي اغېز کم کړي او په وینا یې، د کرنې لپاره به دوامداره اوبه برابرې کړي.

نایجریا کې د وسله‌والو برید؛ ۳۴ سرتیري وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

برید له مالي هېواد سره پولې ته نږدې پر «باني‌بانګو» پوځي مرکز شوی دی. د نایجریا دولتي ټلوېزیون له لوري په خپره شوې بیانیه کې همداراز ویل شوي چې وسله‌والو له اتو نقیه وسایلو او څه باندې ۲۰۰ موټرسایکلونو څخه په استفادې پر دې پوځي مرکز برید کړی دی.

عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.
ایراني رسنیو ویلي چې د اسراییل له لوري پر ایران برید به د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د خبرو اصلي محور وي.