د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره سبا «پنجشنبه، غبرګولي ۲۹مه»، ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

یاد بانک نن (چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا پنجشبنه، ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د ایران مذهبي مشر: هېچاته نه‌ تسلیمېږوو

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي نن چهارشنبه، جون ۱۸مه یوې ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې هېچاته نه‌تسلیمېږي.

د نوموړي دغه ټلوېزیوني وینا چې د ایران له دولتي ټلوېزیون خپرېده، همداراز اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې پر ایران د خپل برید بیه به پرې کړي.

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو افغان نیولی

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې دغه هېواد کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د افغانستان یو وګړی نیول شوی دی.

تسنیم رسنۍ نن چهارشنبه، غبرګولي ۲۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسراییلو د بهرني اطلاعاتو سازمان «موساد» ته د جاسوسۍ په تور یې، دغه افغان په رې ښار کې نیولی دی. د یاد افغان نوم او دا چې څنګه نیولی شوی، تراوسه څه نه‌دي ویل شوي.

روسیه امریکا ته: اسراییلو سره د پوځي مرستې فکر هم ونکړې

د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې په لړ کې روسیې په لومړي ځل امریکا ته خبرداری ورکړی چې اسراییلو سره د پوځي مرستې په اړه فکر ونکړي.

سي‌اېن‌اېن د یوه امریکايي لوړپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا شاوخوا ۳۰ الوتکې اسراییلو ته د تېلو رسولو عملیاتو کې مرسته کوي.

ایران د اسراییلو اېف‌-۳۵ جېټ‌الوتکه ویشتلې

د ایران پوځ وايي چې دغه هېواد کې یې، د اسراییلو یوه اېف‌-۳۵ الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

د پوځ په وینا، دغه جېټ‌الوتکه یې، د جواداباد سیمې اړوند ورامین ولسوالي کې نسکوره کړې. دوی وايي، دا جېټ‌الوتکه یې، د هوايي دفاعي سېسټم په مرسته ویشتلې.

ایران له دې وړاندې د اسراییلو پنځلې جېټ‌الوتکې نسکورې کړې دي.

د ایران د بریدونو دوام؛ اسراییل د ۱۲ ورځو د دفاع توان لري

د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې په لړ کې واشنګټن پوسټ رسنۍ وايي، که ایران همداسې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، اسراییل به یوازې ۱۲ ورځې له ځان د دفاع توان ولري.

العربیه فارسي څانګې د واشنګټن پوست له قوله راپور ورکړی چې اسراییلو دفاعي سېسټم له ۱۰ تر ۱۲ ورځو د دې توان لري چې د ایران یرغلیزو بریدونو پر وړاندې ودرېږي.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له کبله نن چهارشنبه، جون ۱۸مه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس ویلي چې ډېری وژل شوي، مرسته ترلاسه کوونکي او ملکیان دي.

د ایران د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي

د اټومي انرژي نړیواله اداره وايي چې په ایران کې د سنټرفیوژنو د تولید دوه تاسیسات په نښه شوي دي.

یادې ادارې نن چهارشنبه، جون ۱۸مه، پر خپله اېکس‌پاڼه همداراز ویلي چې د یاد هېواد په کرج کې یو ورکشاپ او د تهران څیړنیز مرکز هم په نښه شوي دي.

پاکستان له دغه هېواد اسراییلو ته اټومي ګواښ اوازې رد کړي

په داسې حال کې چې اسراییل د ایران د اټومي وسلو د تاسیساتو له‌منځه وړو لپاره له تېرې جمعې راهیسې بریدونه کوي، پاکستان وايي، له دغه هېواد اسراییلو ته اټومي ګواښ نشته.

تهران کې د پاکستان پخواني سفیر العربیه رسنۍ سره مرکه کې له دغه هېواد اسراییلو ته د اټومي ګواښ پېښېدل رد کړي دي.