حج ته د افغان مېرمنو لېوالتیا؛ «نشم تللی، ځکه پیسې نه‌لرم»

افغانستان له سعودي عربستان سره د شوې هوکړې له مخې، هر کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره له ۱۳ تر ۳۰زره کسانو لپاره سهمیه ترلاسه کوي. دغه سهمیه د مسوولو بنسټونو له لوري د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ ټاکل کېږي.

افغانستان کې مېرمنې له تېرو کلونو راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله د یادې فریضې ادا کولو لپاره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ نږدې نیمايي ګډونوالې مېرمنې «خپګان» لري

سلام‌وطندار د ښځو د رواني وضعیت څېړلو لپاره د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ۴۰۱ ښځو ترمنځ د خپګان کچې ارزولو پاڼې وېشلي. د دغې څېړنې پایلې ښيي چې ۴۹.۶۷ سلنه ګډونکې ښځې په منځنۍ سطحه خفګان او ۵۰.۳۳ سلنه نور له رواني روغتیا برخمنې دي. دغې موضوع هغه له رواني او روحي پلوه اندېښمنه کړې ده.

ملګروملتونو افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې

ملګروملتونو افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ پروړاندې د مبارزې لپاره د ګډ ستراتیژیک اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاده غوښتنه د بېړنیو، ګڼو سکتورونو او د خوارځواکۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې او د زیانمنو ماشومانو او ښځو د لاډېر زیانمنېدو مخنیوي لپاره د اقداماتو ملاتړ دی.

لوګر کې ۲ زره کورنیو ته د برښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې

د اوبو او برښنا وزارت د لوګر محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمه کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د هستوګنې کورونو ته د ۲۰ کېلوواټه برښنا رسولو پروژې چارې پيل کړې.
د دغه وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وویل، دغه پروژه د راتلوونکي یوه کال په ترڅ کې پلي کیږي چې ورسره به د محمداغې ولسوالي ۲ زره کورنۍ له وارداتي برښنا برخمنې شي.

حوثیانو پر اسراییلو توغندیز برید کړی

د یمن کې د حوثیانو ډله وايي چې د اسراییلو پر مرکزي سیمو یې، توغندیز بریدونه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سرېع په یوې بیانیه کې چې د یادې ډلې پورې د تړلي، المسیره ټلوېزیون له لوري خپره شوې، ویلي چې دوی دغه برید د ایران د پوځ سره په همغږۍ شوی دی.

غزه کې د اسراییلو یو سرتېری وژل شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په سوېل کې د نښتو پرمهال یې، یو سرتېری وژل شوی دی. دا پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې په یاده سیمه کې لومړی سرتېری دی چې وژل کېږي.

نایجریا کې وسله‌والو د برید پرمهال ۱۰۰ کسان وژلي

د بنښې نړیوال سازمان وايي چې د نایجریا په مرکزي «بینو ایالت» کې د وسله‌والو له لوري د مرګوني برید پرمهال ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

 د یاد سازمان په وینا، برید تېره جمعه، د یاد ایالت اړوند په «ېلېواتا کلي» کې شوی دی.

یاد بنسټ پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي: «ډېری خلک لاهم ورک دي … لسګونه ټپیان شوي او له درملنې پرته پاتې دي. ډېرې کورنۍ په خپلو خوب خونو کې بندې شوي او سوځول شوې دي.»

ایران د اسراییل په مختلفو سیمو تازه بریدونه کړي

د راپورونو پر اساس، له تېرې شپې راهیسې د اسراییل په بېلا بېلو سیمو د ایران توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
دغو بریدونو کې د اسراییل دننه د یو شمېر ودانیو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړل شوي.
ویل شوي چې ۳۵ کسان تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې عملیات یې روان دي.