
لوګر کې د والیبال «اختریز جام» سیالي د اتلانو لوبډلې وګټلې
The champions team won the “Akhtrez Cup” volleyball tournament in Logar.

The champions team won the “Akhtrez Cup” volleyball tournament in Logar.

په اسراییلو کې د امریکا سفیر د ایران د بریدونو له کبله اړ شوی چې د شپې پنځه ځلې د ځان ساتنې لپاره خوندي ځای ته پناه یوسي.
مایک هکابي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو له کبله یې، سخته شپه تېره کړې او په وینا یې، پنځه ځلې یې، ځای بدل کړی دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز ایران ته خبرداری ورکړی چې پر تلابیب د توغندیزو بریدونو له امله به «سخته بیه» پرې کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که ایران خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، د ده په ټکو «تهران به وسوځېږي.»
اسراییل کاتز د پوځ له لوی درستیز سره ته د ارزونې له یوې ناستې وروسته وویل چې ایران به اسراییلو ته د زیان رسولو درنه بیه پرې کړي.

د اسراییلو پوځ وايي چې نن سهار ځايي وخت شاوخوا لس بجې له غزې څخه د دوی پر لور دوه توغندي ویشتل شوي دي.
د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توغندي په یوې خلاصه سیمه کې لګېدلي او چاته پهکې زیان نهدی اوښتی.

د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې ترینګلتیا په لړ کې یوه ایراني چارواکي ویلي چې تهران به سیمه کې له اسراییلو دفاع کوونکي هېوادونه په نښه کړي.
دغه ایرانی لوړپوړی چارواکی چې نوم یې، نهدی په ډاګه شوی نړیوالو رسنیو ته ویلي، ایران به سیمه کې د هغو هېوادونو اډې په نښه کړي چې په وینا یې، هڅه کوي، له اسراییلو دفاع وکړي.

د حماس یوه چارواکي پر اسراییلو د ایران توغندیز بریدونه ستایلي او ویلي یې دي چې د اسراییلو دفاعي سېسټم د یادو توغندیو په شنډولو کې پاتې راغلی دی.
د حماس لوړپوړي چارواکي عزت الرشیق په یوه بیان کې زیاته کړې چې د اسراییلو دفاعي سېسټم او اوسپنیز ګنبد چې ډېر پرمختللی بلل کېده، د ایران د توغندیو شنډولو کې ناکام شوی دی.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شماللوېدیځ کې د اسراییلو ډرون وېشتل شوي او لهمنځه وړل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه ډرون د جاسوسۍ لپاره د ایران فضا ته ننوتلې وې چې د ایران د پوځ له لوري وېشتل شوي دي.

د ایران پوځ وايي چې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو وروسته تازه د ډرون بریدونو په نویو څپو کې یې، د اسراییلو مرکزي سیمې په نښه کړي دي.
د اسراییلو پوځ هم تایید کړې چې د ایران د ډرون بریدونو سره ګڼو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار «شنبه، غبرګولي ۲۴مه» د تهران مهراباد هوايي ډګر د اسراییلو له لوري بمبار شوی دی.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه برید داسې مهال کېږي چې اسراییلو بېګاه شپه هم د یاد هوايي ډګر ته څېرمه بریدونه کړي وو.

پر ایران د اسراییلو له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل دریځ بدل کړی او دغه برید یې، ستایلی دی.
نوموړي له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و چې پر ایران له برید لاس واخلي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروټ میډیا» پر ایران د اسراییلو برید «عالي» بللی او ایران یې، د دغه برید له امله تورن کړی دی.