
روان کال د ناچاودو توکو ۶۵ پېښې؛ ۲۸ کسان مړه او ۱۱۰ ټپیان شوي
د طبیعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانستان لاهم له د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې پراخه سیمه یې، پر ناچاودو توکو پوښلې ده.
د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د روان میلادي کال له پیل راهیسې هېواد کې د تېرو جګړو څخه د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د ۶۵ چاودنو په پایله کې ۱۳۸ کسان مړه او ټپیان شوي دي.








