د امریکا لاس‌انجلس کې د اعتراضونو دوام؛ د ناارامیو لمن نورو ایالتونو ته غځېدلې

له غیرقانوني کډوالۍ سره د مقابلې لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدامونو پر ضد لاس‌انجلس کې اعتراضونه د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري.
د راپورونو پر اساس، دغه لاریونونه نن تګزاس، پنسلوانیا او ماساچوست ایالتونو ته غځېدلي.
دغو ایالتونو کې زرګونه کسان د لاس انجلس د لاریونونو پر ملاتړ لارو او کوڅو ته وتلي او موټرونو ته یې اور اچولی.

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ تېرې ورځې راهیسې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، له تېرې ورځې راهیسې پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

الجزیرې شبکې نن سه‌شنبه جوزا ۱۹ راپور ورکړی چې غزه کې د بشري مرستو په ترلاسه کوونکو د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې دوو فلسطینیانو ژوند بایللی او د ۹۲ نور ټپیان شوي.