د اختر درېیمه؛ د ځاځي‌اریوب سپینې شګې پارک ته ۳۰زره سیلانیان ورغلي

د سپينې شګې تفريحي پارک قرار دادي شرکت مسوولان وايي چې د لوی اختر له لومړۍ تر دې مهاله «دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه»  له يادې تفريحي سيمې څخه شاوخوا ۳۰۰زره سيلانيانو ليدنه کړې ده. په ورته وخت يادې تفريحي سيمې ته يوشمېر ورغلي سيلانيان هم خوښي څرګندوي چې په دې سيمه کې اسانتياوې برابرې شوې.

د ا.ا پلاوی د «تاشکند نړیواله غونډه» کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته لاړ

د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی د تاشکند څلورمې نړیوالې ناسته کې د ګډون لپاره نن «دوشنبه، غبرګولي ۱۹مه» اوزبیکستان ته روان شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د امارتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال د دې پلاوي غړي دي.

پنجشېر کې د لامبووهلو پرمهال درې کسان اوبو ډوب کړي

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لامبو وهلو پرمهال د کابل درې اوسېدونکي اوبو ډوب کړي دي.

د پنجشېر د امنیه قومنداني ویاند حق‌مل سعد وايي چې دغه درې کسان «یکشنبه، غبرګولي ۱۸مه» د یاد ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې په «جنګلک» سیمه کې اوبو ډوب کړي.

سوریه کې د اسراییلو برید؛ د حماس غړی وژل شوی

د اسراییلو پوځ ادعا کوي چې سوریه کې د هوايي برید پرمهال یې، د حماس ډلې یو لوړپوړی غړی وژلی دی.

د اسراییلو پوځ پر خپل ټلګرام یوه بیان کې ویلي چې دغه کس یې، د سوریې په سوېل په «مزرعه‌بین‌جین» سیمه کې په نښه کړی دی.

د طب تاریخ کې د بدلون لپاره یوه کس ۲۰۰ ځلې ځان په مارانو چیچلی

تېم فرید چې د امریکا د وېسکانسین اوسېدونکی د مارانو د زهر ضد واکسین او درملو د جوړولو لپاره څه باندې ۲۰۰ ځلې مارانو ته اجازه ورکړې چې دی وچیچي.

نوموړي له اې‌اېف‌پي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د ټولو مارانو نېش ګواښونکی وي. نوموړی وروسته له هغې کوما ته تللی و چې په یوه ساعت کې دوو مصري  کبرا مارانو ته اجازه ورکړه چې دی وچیچي.