
یمن کې د القاعده مشر ټرمپ او ایلن ماسک ته ګواښ کړی
یمن کې د القاعده شبکې څانګې مشر سعد بن عاطف العولقي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میلیاردر ایلن ماسک ته غزه کې د اسراییل له جګړې د متحده ایالتونو د ملاتړ په دلیل ګواښ کړی.
الجزیرې شبکې نن یکشنبه راپور ورکړی چې ټولنیزو شبکو کې د العولقي ۳۰ دقیقهيي ویډیو خپره شوې او په کې ویل شوي: «وروسته له هغې چې د غزې په خلکو څه تېر شول او تیریږي، نور هېڅ سره کرښه شتون نهلري، متقابل اقدام مشروع دی.»




