
د اسلامي امارت مشر: ښځو ته مو عزت ورکړی، خو امریکا یې فلسطین کې وژني
شیخ هبتالله آخندزاده کندهار کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې ویلي، امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د فلسطینيانو قاتله ده.
هغه دغه وینا کې ویلي: «ما خو دلته ښځو ته عزت او پرده ور په برخه کړه، بد اخلاقمي مې ختمه کړه، تا خو فلسطین کې د ښځو او ماشومانو په سر ټوپک نیولی، له منځه یې وړې، ماشومان د مور په غېږ کې وژنې، دا ستا عزت دی.؟»


