یوناما: افغانستان د چاپیریال ساتنې جدي ننګونو سره مخ دی

د جون پنځمې د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما خبرداری ورکړی چې افغانستان د چاپیریال ساتنې په ځانګړې توګه پلاستیک څخه رامنځ ته کېدونکې ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تلو او د اوبو سرچینو کمېدو په څېر جدي ننګونو سره مخ دی.

یوناما ویلي چې د افغانستان له طبیعت څخه د ساتنې لپاره بېړني اقدام ته اړتیا ده.

پر ښځو محدودیتونه؛ هغه هراتۍ نجونې چې رنګونو کې خپلې هیلې لټوي

د هنر او فرهنګ خاوره هرات کې یوه ډله نجونو پرېکړه کړې چې په قلم او رنګ سره، خپل ژوند ته تازه مانا او رنګ ورکړي او اجازه نه‌ورکوي چې محدودیتونه یې هیلو ته د لاسرسي لاره کې خنډ شي.

دوی وايي، له ملاتړ پرته یې د هنر ګالري جوړه کړې، کوم ځای چې هم انځورګري په کې زده‌کوي او هم پیغام لرونکي انځورونه دېوالونو کې انځوروي.

امیرخان متقي: اروپا کې د افغانانو ستونزو ته دې لاسرسی ممکن شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي.
امیر خان متقي ټینګار کړی چې اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته دې د اسلامي امارت لاسرسی ممکن شي، ترڅو هغوی ته د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د دوی حقوقي موضوعات حل او له بشري حقونو دفاع وشي.

ټرمپ د افغانستان په ګډون امریکا ته د ۱۲هېوادونو د وګړو په سفر بندیز لګولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ چهارشنبه د ملي امنیت لپاره د ګواښ په دلیل متحده ایالتونو ته د افغانستان، ایران او سوډان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو په سفر بندیز لګولی.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره له دوشنبې ورځې د جون له ٩مې وروسته د ١٢ هېوادونو د وګړو په سفر بندیز او د ٧ نورو هېوادونو د مسافرینو لپاره جزئي محدودیتونه وضع کړي دي.