د کاناډا یوه اوسېدونکي د څلورم ځل لپاره د یو میلیون ډالر لاټري وګټله

د کاناډا د البرټا ښار یوه اوسېدونکي د څلورم ځل لپاره د لاټري ګټونکی شو او یو میلیون ډالر جایزه یې، ترلاسه کړه.

د کاناډا د رسنیو د راپورونو له مخې، د لیتبریج اوسېدونکی ډیویډ سرکین د ۲۰۲۵ کال د مې په درېیمه مه د ۴۹-۶ ګولډبال په نوم قرعه‌کشۍ کې یو میلیون ډالر ګټلي دي.

د پاکستان له یوه زندانه ۲۱۶ بندیان تښتېدلي

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د پاکستان د کراچۍ ښار د ملیر زندان څخه ۲۱۶ بندیان تښتیدلي دي.

دا پېښه د دوشنبې په ماښام د زندان دننه د بلوا وروسته او د څو پرله‌پسې زلزلې ټکانونو پرمهال رامنځته شوې.

د بایسکل نړیواله ورځ؛ د زړه، سرطان او نورې ناروغۍ کموي

د ملګروملتونو له لوري سږکال د جون درېیمه د «پایښت لرونکې راتلونکې لپاره د بایسکل چلول» په نوم نومولې ده. د ملګروملتونو سازمان وايي، نږدې دوه پېړۍ کېږي چې له بایسکل د لېږد رالېږد د یوې ساده او خورا کارونکې وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

د متقي او ترکیې سفیر لیدنه؛ دوه اړخیزې اړیکې مخ پر وده بلل شوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن دوشنبه کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوه اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وشوې.