
له وطن لرې کډواله؛ «د شپې په یوازیتوب کې د کابل په اړه فکر کوم»
له خپل کور، کلي او هغې خاورې لرې چې پهکې زېږېدلې، ورځ د یوازیتوب په احساس سره پیلوي. ۲۵کلنه سارا کابل کې رالویه شوې، خو نږدې څلور کاله وړاندې هېواد کې د سیاسي نظام له بدلېدو وروسته کاناډا ته کډواله شوه او اوس له ډېرو سختیو او هڅو وروسته توانېدلې چې له یوې نوې نړۍ سره ځان بلد کړي.








