لوګر کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مخابراتو او انټرنټې خدماتو څخه د څارنې او پياوړتیا لپاره سفر کړی دی.

حقاني د لوګر په مقام کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې سږکال د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي.

چین امریکا ته: له اور سره لوبې مه‌کوه

چین د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې د تایوان مسلې په اړه «له اور سره لوبې» ونه‌کړي.

د امریکا  دفاع وزیر پیټ هېګسیت په سینګاپور کې د یوې لوړې کچې سرمشریزې پرمهال چین سیمې ته ګواښ وباله.

غور کې یوې مېرمنې او خاوند قران‌الکریم خامک دوزي کړی

غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قران‌الکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی.

دې جوړې همداراز نور لسګونه دیني اثار هم په لاس لیکلي او خامک دوزي کړي یې دي. دوی له مسوولانو غواړي چې هنري کارونو ته ارزښت ورکړي او اثار یې، ملي او نړیوالو نندارتونونو ته وړاندې کړي.»

ولې باید انټي‌بیوټیک په خپل‌سري توګه ونه‌کاروو؟

انټي‌بیوټیک یا د مکروب ضد درمل هغه درمل دي چې باکتریا وژني؛ خو د روغتیاپالانو په وینا، ناسم کارول یې نه یوازې درملنې سره مرسته نه‌کوي؛ په اوږد‌مهال کې کولای شي، بدن د دې درملو پر وړاندې مقاومت وکړي.

کابل کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر قیس قیومي سلام‌وطندار ته وايي: «په خپل سري توګه د هر ډول درملو کارونه، زیانه لري. د انټي‌بیوټیک ډېر کارول، ښايي ډېر چټک غبرګونونه ولري او د ناروغ د مړینې لامل شي.»

نژدې څلورو کلونو کې شاوخوا ۵میلیون افغانان هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، تېرو نژدې څلورو کلونو کې له کله چې اسلامي امارت بیا ځلې واک ته رسېدلی، څه باندې ۵ میلیون کسان له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راګرځېدلي.

دوی وویل، د بیرته راستنېدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه دغه وزارت لنډمهاله جامع پروګرامونه عملي کړي او اوږدمهاله پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري.

متقي او اسحاق‌ډار د سفیر کچې ته د اړیکو لوړول مثبت ګام بللی

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړېدو په اړه ټيليفوني خبرې کړي.
دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو کابل او اسلام‌اباد کې د سفیر کچې ته د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پاتې پړاوونه یې ژر ترسره شي.

د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ یوازې ۲۰سلنه ځوانان افغانستان کې ځان خوښ بولي

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له ۵۰۰ ځوانانو سره د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې ډېری ځوانان د غم او خوښۍ منځنی روحي وضعیت لري.

په دې نظرپوښتنه کې د ځوانانو د خوښۍ کچه د مقاس په توګه له لسو  نمرو اټکل شوې ده. د سروې ګډونوالو د خوښۍ احساس له یوه تر لسو په ټاکلو مشخص کړی دی؛ داسې چې یوه نمره د خوښۍ تر ټولو ښکته کچه او لس نمرې د خوښۍ تر ټولو لوړه کچه ښيي.

امریکا او اسراییل غزه کې د اوربند وړاندیز ته د حماس ځواب رد کړ

امریکا او اسراییل ویلي چې د واشنګټن له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته د حماس ځواب نه‌مني.
د منځني ختيځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازي اسټیو ویتکاف ویلي، د امریکا اوربند وړاندیز په اړه د حماس بیانیه د منلو وړ نه او تېر ته د ستېدو په مانا ده.
ښاغلي ویتکاف ویلي، حماس باید دغه طرحه چې د خبرو لپاره مو د مبنا په توګه وړاندې کړې ومني.