روغتیا نړیوال سازمان: افغانان د تنباکو ډولونو کې نسوار ډېر کاروي

د روغتیا نړیوال سازمان «تنباکو ته د نه‌» نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانانو ترمنځ تر ټولو ډېر کارېدونکي تنباکو نسوار دي.
دغه سازمان نن (شنبه، جوزا ۱۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې له هرو څلورو لویانو یو یې په منظم ډول نسوار کاروي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو مصرف مخ په ډېرېدو دی.

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا پروژې چارې پیل شوې

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، هرات کې د ۶۴ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره د بادي برښنا تر ټولو ستره پروژه پرانیستل شوه.
د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر د دغې پروژې پرانیستې مراسمو ته وویل، د برښنا د یادې پروژې لومړی فاز د ۴۳.۲ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

ډونالډ ټرمپ: غزه کې د اوربند هوکړې ته نژدې کېږو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو کې ویلي چې باوري دی غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ژر اعلان شي.

هغه وویل: «د هوکړې په اړه به نن یا سبا اطلاع درکړو.»

امریکايي چارواکي د حماس له‌خوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي چې د یوې سرچینې په وینا، غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند په‌کې شامل دی.

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د ډيپلوماټیکو اړیکو لوړولو پرېکړه ستایلې

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې غواړي کابل کې خپل ډيپلوماتيک ماموريت د سفیر کچې ته لوړ کړي.
بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت به هم په متقابل ډول اسلام اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي.