پکتیا کې لاریون‌کوونکي ا.ا ته: غزې ته مو د ورتګ لار هواره کړئ

يوه لاريون‌کوونکي محمدعمر فضلي وويل: «موږ د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې غزې ته ورڅېرمه هېوادونو سره خبرې وکړي او د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو مجاهدينو ته غزې ته د ورتګ لاره ورکړي. موږ په زرګونه ځوانان تيار دي چې غزې ته ولاړ شي چې د غزې محاصره ماته کړي.»

یونېسف: روان کال ۱۲میلیونه افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي چې روان میلادي کال ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف نن جمعه، غبرګولي نهمه، په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې اوسېدونکي یې بشرپاله مرستو ته اړمن دي.

هند افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر تایید کړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکولو د بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ په شپږو کټګوریو کې د پلي‌کېدو وړ ده.

د دې وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، پرون  «پنجشنبه، مې۲۸مه -» په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د روان کال د اپریل له ۲۹مې نیټې څخه د افغانانو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو لپاره یو نوی پورټال فعال شوی دی.

د اسراییلو د کورني امنیت وزیر: نتن‌یاهو دې د اوربند پرځای حماس له‌منځه یوسي

د اسراییلو د کورني امنیت وزیر اتمر بېن‌ګوېر له لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو غوښتنه کړې چې د اوربند پر ځای دې د حماس ماتولو باندې تمرکز وکړي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ښاغلی لومړی وزیر! وروسته له هغې چې حماس بېرته د اوربند په اړه وړاندیز رد کړ، نور نو هېڅ پلمه نشته چې غزه کې دې کار ته دوام ورکړي.»

پکتيا کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژي وزارت سرپرست مولوي نجيب‌الله حقاني پکتيا ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د ولايتي مسوولانو د غوښتنو او د خلکو اړتياړو ته په کتو دې ولايت کې روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونو جوړيدل منظور شوي دي.

هغه دغه‌راز زياته کړه چې يادشمېر سايټونه د ټي ډي ايف لسمې پروژې له پنډ څخه جوړيږي او ځينې هغه يې د مشخصو شبکو لخوا جوړيږي.

جلال‌اباد کې په درې میلیارډ افغانیو د ۲۱ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د څلوېښت متره حلقوي سړک د لومړي فاز د جوړولو چارو د مسیر معلومولو او پاکوالي چارې پیل شوې. 

د ننګرهار محلي مسوولان وایي، دغه سړک چې ٢١ کیلو متره اوږدوالی لري، د جلال‌اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سرخ‌اب پل څخه پیل او تر ثمرخېلو غځېږي چې ورسره به ښاري ګڼه‌ګوڼه راکمه شي.

بلخ کې یوه سوداګر په دوو میلیونو ډالرو «د اوبو پارک» جوړ کړی

د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه سوداګر د دوو میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو پارک جوړ کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پارک پر یو جریب ځمکه جوړ شوی او تېره ورځ ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد پارک مسوول محمدرضا جمالي وايي چې دغه پارک د مزارشریف اوسېدونکو د تفرېح او ورزش لپاره جوړ شوی دی.