
لوګر کې له ۲۵۰۰ زدهکوونکو د کانکور ازموینې اخېستلو لړۍ پيل شوه
د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وایي چې د دغه ولایت له شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکوونکو څخه یې د کانکور ازموینې اخېستلو لړۍ پيل کړه.

د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وایي چې د دغه ولایت له شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکوونکو څخه یې د کانکور ازموینې اخېستلو لړۍ پيل کړه.

په زابل کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو چارې په رسمي توګه پیل شوې. چارواکي وايي چې دا ښارګوټی په مرکز قلات کې جوړېږي.
نوموړي وویل، د زابل ښارګوټي کې دننه شل جوماتونه، عیدګاه، وړکتون، مدارس، دارالعلوم، ۱۳ بلاکونه او ۱۳ کلینیکونه شامل دي.

عبدالله عزیزي د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. له ماشومتوب یې نړۍ د تیارو او رڼا ترمنځ بدلېږي، خو له یوه خوښ او هیلهمند مخ سره، هغه د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
عبدالله عزیزي ۲۶ کلن ځوان دی چې هر ګام یې یوه مبارزه ده؛ خو له ارامتیا او صبر څخه ډکه مبارزه.

پر اسراییلو له یمن د دوو توغندیزو بریدونو یوه ورځ وروسته د یمن پلازمېنې صنعا هوايي ډګر باندې اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.
د حوثي ډلې اړوند المسیره ټلوېزیون نن چهارشنبه، مې ۲۸مه راپور ورکړی چې پر دغه هوايي ډګر څلور بریدونه شوي چې پرمهال د الوتکې ځغاستې لیکه او یوه الوتکه په نښه شوې ده.

د میدانوردګ مرکز میدانښار کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د ۸۰۰ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شوی دی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د میدانوردګ چارواکو ګډون کړی وو.

د خوست په ګربز ولسوالي کې د لېژې بند چې تېره پنجشنبه، ګټېاخیستنې ته سپارل شوی و، اوبو وړی او ویجاړ شوی دی.
د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، غبرګول اوومه، په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیژې بند، د زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله مات او ویجاړ شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ولادېمیر پوتین له کېیف سره د اوربند په تړاو خبرو کې له ګډون څخه انکار یې، له اور سره د لوبې کولو په مانا ده.
ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمال ختیځ کې د پرمختګ په حال کې دي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ د اوکراین سولې او د جګړې زور اخیستلو په تړاو د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین باندې سختې نیوکې وکړې، د دغه هېواد یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د ټرمپ دغه څرګندونې غندلي دي.

د ایران قضایه قوې اړوند د میزان په رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې دغه هېواد کې اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام شوی دی.
په راپور کې د اعدام شوي کس نوم پدرام مدني ښودل شوی او نن چهارشنبه، مې ۲۸مه په دار ځړول شوی دی.

په تېرو وختونو او کلونه وړاندې به د هېواد په ډېری سیمو په ځانګړې کلیو او بانډو کې د شپې پرمهال ماشومان د خپلو مشرانو له لوري د نکلونو او کیسو په اوردلو سره ویده کېدل. خو اوس مهال د ژوند ننګونو ډېری ماشومان د دې کیسو له اورېدو بېبرخې کړي دي.