لوګر چارواکي: لیکوالان باید د ولس او هېواد پرمختګ لپاره لیکنې وکړي

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې بېګاه شپه له لیکوالانو او ځوانانو سره د هغوي د ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې فرهنګي او علمي هڅې پراخې شوې دي.

کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي نندارتون پرانیستل شو

د صنعت اونۍ ۷ ورځنی څلورم نندارتون نن سه‌شنبه د اسلامي امارت د چارواکو، د یوشمېر سفارتونو د ډیپلوماټانو، خصوصي سکتور استازو، صنعت‌کارانو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانیستل شو. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وویل، دغه نندارتون له کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی. هغه وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو زیاتواول په موخه پر یوې پالیسۍ کار کوي.

پکتيا کې ۲۴۰ بې‌وزله کورنيو ته کوچني کاروبارونه برابر شول

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن سه‌شنبه، غبرګولي شپږمه دغه ولایت کې پر۲۴۰ بې‌وزله او بې‌سرپرسته کورنيو باندې د کوچني کاروبارونو لپاره توکي وېشل شوي دي. نوموړی دغه‌راز زياتوي چې په دې کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي چې ځانګړې کمېټې له لوري په نښه شوې وې.

یمن څخه پر اسراییلو توغندیز بریدونه شوي

له یمن څخه پر اسراییلو د توغندیزونو بریدونو په لړ کې نن سه‌شنبه، مې ۲۷مه، د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو دوه توغندیز بریدونه شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې نن یې، له یمن څخه د دوی پر لور توغول شوي، دوه توغندي شنډ کړي دي.

د اسراییلو د ملي امنیت وزیر: پر غزې باید مرستې بندې شي

د اسراییلو د ښي‌اړخ ملي امنیت وزیر، اتمر بین‌ګوېر د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس په اړه د بیت المقدس د ورځې په جنجالي لاریون کې ګډون کوونکو ته وینا وکړه.

د اسراییلو د غزې په تړانګه کې د جګړې په اړه بین‌ګوېر وویل: «دا بریا باید نوره هم پراخه شي. موږ به غزې ته ننوځو او بریالي به شو.»

حماس غزه کې د غلا په تور څلور کسان اعدام کړي

د حماس ډلې غزې ته د لېږدېدونکو بشري مرستو د غلا او لوټلو په تور څلور کسان اعدام کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه کسان په هغه پېښه کې ښکېل وو چې د اسراییلو له لوري شپږ امنیتي چارواکي په‌کې وژل شوي وو.

مسکو کې د امنیتي غونډې پیلېدل، اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړل شوې

د روسیې د امنیت شورا مطبوعاتي دفتر ویلي چې د امنیتي مسایلو په اړه د لوړپوړو چارواکو ۱۳مه نړیواله غونډه نن (سه‌شنبه، جوزا شپږمه) مسکو کې پیل شوه.
دغه غونډه کې له سلو د زیاتو هېوادونو ۱۲۵ استازو ګډون کړی چې درې ورځې دوام کوي.
اسلامي امارت تراوسه په دغه غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.