بولاني خرڅوونکې مېرمن: غوښتل مې اولادونه مې پلار ولري، خو خدای ترې واخیست

ټکنده غرمه ده او د کابل ښار پر سړکونو د تودوخې څپې خورې دي، خو دا سوځنده ګرمي د سیما د زړه له دردوونکو کړاوونو ډېرې سختې نه‌دي.

که څه هم سیما د خپل مخ نیمایي برخه په ماسک پوښلې؛ خو د تندي کرښې او د جامو زوړ رنګ یې د هغې د ژوند د سختیو کیسه بیانوي. سيما کابل ښار کې بولاني پلورونکې ده.

د کونړ د دوو ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې

د کونړ مسوولان وایي چې تېره پنجشنبه د دې ولایت په څوکۍ ولسوالي او نن یکشنبه د ماڼوګۍ ولسوالي په کلایګل سیمې ځنګلونو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده. دغه اورلګېدنه چې شاوخوا ۲۸ هکتاره ځنګل په‌کې سوځیدلی، د ځایي خلکو او ولسوالي د مسوولانو له لوري مهار شوی دی.

شمالي‌کوریا کې د جنګي بېړۍ خرابېدو له امله لوړپوړي چارواکي نیول شوي

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ اعلان کړی چې دغه هېواد کې د کښتۍ جوړولو یوشمېر چارواکي د یوې جنګي بېړۍ د خرابېدو له امله نیولي دي.

دغه جنګي بېړۍ چې ۵۰۰۰ ټُنه وزن لري، څو ورځې وړاندې سیند ته د ښکته‌کولو پرمهال زیانمنه شوې ده.

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون چې د دې پېښې شاهد و، ګواښ وکړ چې مسوول چارواکي به بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

روسیې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره WFP سره مرسته کړې

روسیې د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره، هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP سره بشري مرسته کړې.
د مرستو دغه چوپه کې ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه شاملیږي چې نن شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوې.
مزار کې د روسیې کنسول د دغو مرستو د سپارلو پرمهال افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن د دوی پر لوري توغول شوی، توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ له دې وړاندې ویلي و چې په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی شوی و او د یاد توغندي د شنډولو لپاره دفاعي سېسټم چمتو شوی و.

کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی

د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش  هکټاره ځنګل سوځولی دی.

د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

سوېل ختیځ زون کې سبا د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د سوېل ختيځ زون په څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست کې به ۱،۳ ميليونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.

د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې  پکتيا کې به ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي.

اسراییلیان نتن‌یاهو ته: د شپې څنګه خوب درځي

له حماس سره د برمته شویو کورنیو غړیو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو پر حکومت نیوکې کړي او دغه اعتراضونه پراخ شوي دي.

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو پراخېدو سره د یادو کورنیو د نیول شویو غړیو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

غزه کې ۷۰ زره ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي

د راپورونو پر اساس، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې غزه کې تر ۷۰ زره زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې کچې سره مخامخ دي.
دې سره، غزه کې تازه یو څلور کلن ماشوم د خوړو کمښت له امله مړ شوی.
د دغه ماشوم په مړه کېدو سره، دې وروستیو پنځو ورځو کې غزه کې د لوږې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٣٠ ته ورسېده.

د محمد نعیم او اوتونبایوا لیدنه؛ راستنېدونکو وضعیت ته پر رسېدنې ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایېوا سره لیدلي.
دغه کتنه کې د راستنېدونکو پر اړتیاو او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې شوي.