
پنجشېر کې د ۱۴۸میلیون افغانیو په لګښت سل بستریز روغتون جوړیږي
د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د اسلامي امارت مشر دغه ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو لپاره ۱۴۸ میلیون افغانۍ بودیجه منظور کړه. د

د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د اسلامي امارت مشر دغه ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو لپاره ۱۴۸ میلیون افغانۍ بودیجه منظور کړه. د

د اسراییلو لومړي وزیر د فرانسې، کاناډا او برېټانیا مشران غزه کې له حماس ډلې پر ملاتړ تورن کړي دي.
بنیامین نتنیاهو په یوې ټلوېزیوني وینا کې همداراز د یادو هېوادونو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېوادونه د تاریخ او عدالت ناسم لوري ته ولاړ دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د تُرک دولتونو سازمان غړو هېوادونو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
هغه نن (شنبه، د جوزا درېیمه) د دغه سازمان د ګډې خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي چې افغانستان تُرک هېوادونو سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ او د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کانګو ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي کمپاین پلی شوی دی. دغه کمپاین د ویروسي ناروغیو مخنیوی، د واښو سپوږدو لهمنځه وړل او څارویو ته د پاک، صحي او خوندي چاپېریال برابرول وو.

د هلمند محلي چارواکي وايي چې د دغه ولاین په ګرمسېر ولسوالي کې ۱۰۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
دا پروژه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ پلې شوې، د یادې ولسوالي د دورزو کلي ۱۰۴ کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي هرات کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
د روغتیا وزارت سرپرست که څه هم د دغه جوړېدونکي روغتون لګښت په اړه جزییات نهدي ورکړي، خو په وینا یې چې د یو افغان سوداګر له لوري جوړیږي.
د یاد روغتون جوړونکي عبدالظاهر هم ژمنه وکړه چې دغه روغتون به په ښه کیفیت جوړوي او ژر به یې تعمیراتي چارې سر ته رسوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، د اټومي هوکړې په موخه د ایټالیا په روم ښار کې د ایران او امریکا استازو ترمنځ د

د ټولګټو وزارت نن (شنبه، جوزا درېیمه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګونو لویېلارې د پاتې برخو د بیارغونې کار یې پیل کړی چې

د راپورونو پراساس، تېره ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ نږدې ۸۰۰ نظامي او ملکي زندانیان تبادله شول.
ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ ۳۹۰ اوکراینیان او همدومره شمېر روسي زندانیان تېره ورځ جمعه تبادله شوي او ټاکل شوې نن شنبې او سبا یکشنبې به هم د زندانیانو تبادله دوام وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، تمه کیږي چې کیف او مسکو به خپلو کې ۲۰۰۰ بندیان تبادله کړي.