
نړیوال بانک: افغانستان کې پوروړي نهیو
نړیوال بانک نن (سهشنبه، ثور ۳۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې هېڅ پوروړي نهدي او په دې اړه راپورونه ناسم دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې وروستۍ ورکړې هغو باقي پاتې شویو پورونو پورې تړاو لري چې د افغانستان مخکینی حکومت له یوشمېر قراردادي شرکتونو پوروړی وو.
نړیوال بانک زیاته کړې چې دغه قراردادونه د افغانستان مخکیني حکومت او قراردادي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي وو او د دغو پورونو د ورکړې مسوولیت د هماغه حکومت په غاړه دی، نه د نړیوال بانک.








