احمدشریف چهودري: هند امریکا او پاکستان افغانستان نه‌‌دی

د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چهودري یو ځل بیا ټينګار کړی چې د هند ورځ تر بلې زیاتېدونکې ولکې ته به غلي نه‌پاتې کېږي.  

نوموړي ویلي: «حقیقت دا دی چې هند نه امریکا ده او پاکستان نه افغانستان دی. هند نه اسراییل دی او پاکستان نه فلسطین دی. موږ به د هند هژموني «ولکې» ته سرټیت نه‌کړو.»

حماس: د اسراییلي ځواکونو پروړاندې به مو عملیات روان وي

د فلسطین حماس ډله وايي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه نه‌لري او د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې به یې، پوځي عملیات روان وي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي سمېع ابو ظهوري له الاقصی ټلوېزیون سره مرکه کې همداراز هغه اوازې هم ناسمې بللي چې ګواکې حماس د ټولو بندیانو خوشې کولو په بدل کې دوه میاشتني اوربند سره هوکړه کړې ده.

هالنډ کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو د غزې په ملاتړ لاریون کړی

هالنډ کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو د فلسطین او غزې اوسېدونکو په ملاتړ لاریون کړی.
دغه لاریون چې تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو پراخ لاریون بلل شوی، تېره ورځ د هالنډ «هاګ» ښار کې چې د جرمونو نړیواله محکمه هم په کې ده، ترسره شوی.
لاریون کوونکو د هالنډ له دولته غوښتي چې غزه کې د اسراییل جګړې پایته رسولو لپاره لاډېر اقدامات وکړي.

د متقي او پزشکیان لیدنه؛ د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ (یکشنبه د ثور ۱۸) تهران کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره ليدلي.
دغه لیدنه کې د ايران ولسمشر ويلي چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.