هلمند کې د ۲۴ساعتونو پرمهال ۶۸زره لیټره شیدې تولیدېږي

د هلمند په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کي له لښکرګاه تر ناوې، نهر سراج، ګرمسېر، سنګین، مارجه او نادعلي پورې د شیدو د تولید فارمونه فعال دي.

 ډېری دغه فارمونه د خصوصي سکتور له‌خوا جوړ شوي چې په دودیزه توګه په‌کې غواګانې روزل کېږي.

سراج‌الدین حقاني پاکستان او چین سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني کابل کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي.
سراج‌الدین حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.

کندهار کې په څه باندې نهه زره ډالرو دوه چکډېمونه جوړ شول

د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالي کې د څه باندې نهه زره امریکایي ډالرو په لګښت دوه چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډېمونه د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ، د بشري خیریه موسسې (OHW) په تخنیکي همکارۍ او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه جوړ شوي دي.

شیخ‌هبت‌الله استخباراتو ته: د اسلامي نظام خلاف پلانونو مخه ونیسئ

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده د استخباراتو مسوولانو لپاره په جوړ شوي سمینار کې د وینا پرمهال ویلي، اسلامي نظام د جهاد او قربانیو په پایله کې راغلی، نو استخبارات مکلفیت دي چې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.

هند: پاکستان د اوربند هوکړه نقض کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مصري وایي، پاکستان دې وروستیو ساعتونو کې په پرلپسې توګه د اوربند هوکړه نقض کړې ده.
هغه وویل، د هند وسله والو ځواکونو د پاکستان دغو بریدونو ته مناسب ځواب ورکړی او د کرښې په اوږدو کې به هرډول خوځښت ته قاطع ځواب ورکړي.
ورته وخت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې هېواد یې له هند سره د شنبې ورځې د اعلان شوي اوربند د صادقانه پلي کولو لپاره ژمن پاتې دی، خو پر همد یې تور پورې کړی چې ځینو سیمو کې یې اوربند نقض کړی.