
پر افغان ښځو د امریکا د مرستو بندېدو اغېز؛ د محدودیتونو تر سیوري لاندې بحران
په داسې حال کې چې افغانستان کې ښځې د سرپرست حکومت لخوا د پراخو محدودیتونو له امله د کار او زدهکړې له حق څخه محرومې

په داسې حال کې چې افغانستان کې ښځې د سرپرست حکومت لخوا د پراخو محدودیتونو له امله د کار او زدهکړې له حق څخه محرومې

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د تلسیمیا ناروغي نړیواله ورځ ولمانځله.
د یاد وزارت چارواکو په دې پروګرام کې وویل چې دامهال افغانستان کې له ۵۳۰۰ څخه ډیر خلک په تلسیمیا اخته دي چې وینې ته اړتیا لري.

د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېعالله صمیم جوړ شوي نندارتون ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز یمن کې د حوثي ډلې پر ضد د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
کاتز پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «اسراییل د دې وړتیا لري چې د هر ډول برید او دښمن پروړاندې له ځان دفاع وکړي. حوثیان به له سختو بریدونو سره مخ شي، که دوی پر موږ بریدونو ته دوام ورکړي. د اسراییل دفاعي ځواکونه هر ډول ماموریت ته چمتو دي.»

د سوېليکوریا پوځ وايي چې شماليکوریا نن پنجشبنه، مې اتمه د خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي.
سوېليکوریا پوځ په وینا، دغه توغندي د شماليکوریا د ختیځ ساحلي ښار وونسان څخه د سهار شاوخوا ۸:۱۰ بجې توغول شوي او په سمندر کې تر لوېدو دمخه ۸۰۰ کیلومتره مزل یې وهلی دی.

پوځ ویلي چې عملیات روان دي او په وینا یې، بېګاه شپه یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چهودري زیاته کړې: « تېره شپه، هند څو ځایونو ته د ډرون الوتکو په لېږلو سره د تیري یو بل عمل وښود. یو ډرون لاهور ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید کړی.»

د پکتيکا ولايت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ښارګوټی له پاکستانه نويو راستنيدنکو کډوالو لپاره په ۳۵۰۰ جريبه دولتي ځمکه کې جوړېږي. د

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړي چې واشنګټن غواړي غزه کې یو موقت دولت جوړ کړي چې مشري به يې يو امريکايي په غاړه ولري. راپور

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړيکو د کچې پر لوړولو خبرې کړي.
رشید مرادوف نږدې راتلونکې کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ډاډ ورکړ.