
حوثیان: پر اسراییلو بریدونه له امریکا سره د اوربند برخه نهدي
په یمن کې د حوثي ډلې مذاکراتي پلاوی وايي چې پر اسراییلو بریدونه د دوی او امریکا ترمنځ د شوي اوربند برخه نهدي.
محمدعبدالسلام نن چهارشنبه، مې ۷مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د عمان په منځګړیتوب شوي تړون کې پر اسراییلو برید «په هېڅ ډول، شکل یا وجه» شامل نهدی.









