
له ۳۶ ځوانانو سره د سلاموطندار مرکې؛ ۲۱ یې منظم ژوند لري
سلاموطندار د ځوانانو ترمنځ د روغ ژوند لرلو سبک ارزولو په موخه جوزجان، فاریاب، بامیان، بادغیس، لغمان، بلخ، هرات، تخار او کابل ولایتونو کې له ۳۶ ځوانانو سره مرکې کړي دي. دغه رپوټ کې مرکه شویو ځوانانو د سالمه خوړو، منظمه بدني فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.












