
ننګرهار کې د ٤٠ مېګاه واټه لمریزې برښنا د تولیدي دستګاه جوړېدو چارې پیل شوې
ننګرهار کې شیخ مصري ښارګوټي کې د ۴۰ مېګاه واټه لمریزې برښنا د تولید دستګاه جوړولو پروژې چارې پیل شوې.
ننګرهار کې ځایي چارواکي وایي چې پر دې پروژې ٢٨ میلیونه امریکایي ډالر لګښت راځي او د یونیم کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي چې ورسره به د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ترڅنګ ٤٠زره کورنۍ هم له برښنا برخمنې شي.







