د نوښتونو ټاټوبی؛ یوه افغان ځوان په تش لاس ۲۰ کرنیز وسایل جوړ کړي

رضا سلحشور چې ۲۹ کاله عمر لري، په خپل نوښت یې، د کرنې برخه کې بېلابېل وسایل جوړ کړي دي. هغه ۲۲ ټراکټور، یو حرارتي جنراټور او د برښنا تولید یوه دستګاه جوړه کړې ده. سلحشور وايي، د یادو وسایلو د جوړېدو انګېزه یې، هېواد ته له بهره د واردېدونکو توکو او وسایلو څخه اخیستې ده.

امربالمعروف وزارت ۹۳۵ کوډګر نیولي

د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون ولایتونو کې د کوډګرو

امیر خان متقي د قطر لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن دوشنبه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسلو خبرې شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: له بمبارۍ پرته ایران سره هوکړې ته رسېږو

ټرمپ یکشنبه، اپرېل ۲۷مه په نیوجرسي کې خبریالانو ته ویلي: «د ایران وضعیت په تړاو فکر کوم چې شرایط ښه روان دي. فکر کوم چې هوکړې ته به ورسېږو. ډاډمن یم چې داسې به وشي، موږ به د بمبارۍ له اړتیا پرته یوې هوکړې ته ورسېږو.» په ورته مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې د مذاکراتو راتلونکې ناسته به وکړي.

هندي او پاکستاني سرتېرو پر یوه بل د سپکو وسلو ډزې کړي

هندي چارواکي وايي چې د څلورمې ورځې لپاره یې، پوله کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو ځواب ورکړی دی.

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو له مرګوني برید وروسته د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره پوله کې د دواړو هېوادونو سرتېري وخت ناوخت پر یوه بل د سپکو وسلو ډزې کوي.

یمن کې د امریکا بمباري؛ ۶۸کسان وژل شوي او ۴۷ ټپیان دي

د یمن چارواکي وايي چې د یاد هېواد په صعده ښار کې د امریکايي ځواکونو د بمبارۍ له امله ۶۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.

برید په صعده ښار کې د افریقايي هېوادونو د کډوالو پر یوه توقیف‌ ځای شوی دی.

حوثیانو پورې تړلی المسیره ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې په دې توقیف‌ ځای کې ۱۱۵ بندیان وو چې ۶۸ یې، په برید کې وژل شوي دي.

پر یمن د امریکا برید کې اته کسان وژل شوي

د یمن پر پلازمېنې صنعا د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې اته کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

حوثي ډلې پورې تړلې المسیره ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغه کسان د پلازمېنې صنعا په شمال، الحارث سیمه کې وژل شوي دي.

شمالي‌کوریا: د اوکراین پر ضد جګړې لپاره مو روسیې ته سرتېري لېږلي

شمالي‌کوریا د لومړي ځل لپاره منلې چې د اوکراین پر ضد او د روسیې په ملاتړ روانې جګړې ته یې، خپل سرتېري لېږلي دي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې د یاد هېواد ځواکونو په کرسک کې له اوکرایني ځواکونو څخه د یوشمېر سیمو په بېرته نیولو کې مهم رول درلود.

امیرخان متقي: نړیوال دې د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيال او د (اوچا) عمومي مشر ټام فليچر سره ليدلي.
دغه کتنه کې هغه غوښتنه وکړه چې د افغانانو لاسنيوي ته دوام ورکړل شي، مرستې لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.

هلمند کې ۶ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

ځايي مسوولان وايي، دغه ۶ روغتیايي مرکزونه چې ۳ یې په سنګین او ۳ یې په کجکي ولسوالۍ کې د افغان روغتیایي خدماتو موسسې (AHDS) په مالي ملاتړ جوړ شوي، ۳۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د هلمند د روغتیا رییس فضلي احمد شفیع‌الله وویل، دغه کلینیکونه به د مور او ماشوم د مړینې او د خوارځواکۍ کچې راکمولو کې مهم رول ولوبوي.