
محرومیت کې د هیلو څرک؛ هغه نجونې چې د انځورګرۍ له لارې د پرمختګ هڅې کوي
د کابل په پُلسرخ کې یوې کوچنۍ کارخونې څخه د رنګ او تېلو بوی او د هنر د زدهکولو لپاره د زدهکونکو غږونه اورېدل کېږي.
د نقاشۍ دا کارخونه چې څلور دیوالونه یې رنګین انځورونه لري او نجونې د پنسلونو او برسونو په مرسته نقاشي کوي. ماه ګل وايي چې د انځورګرۍ په دې ورکشاپ کې، هغې هڅه کړې چې خپل او په ټولنه کې د ښځو شتون وساتي.










