راستنې شوې مېرمنې: مرستو ته سترګې پر لار یوو؛ کډوالو وزارت: امکانات برابر شوي

سلام‌وطندار د هېواد ۱۱ولایتونو کې له ایران او پاکستان بېرته راستانه شویو ۳۹ مېرمنو سره د دوی د ستونزو په تړاو مرکې کړې دي.
دې مرکو کې یادو مېرمنو ویلي، د ژوند له بېلابېلو کړاونو سره مخ دي. د مېرمنو له ډلې یې، ۲۲ له ایران او ۱۷ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوي چې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو نشتوالي او نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د کابل ښار پاکولو لپاره عمومي حشر پیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښاروالي او د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو په همکاري نن پنجشنبه، غويي څلورمه د ښار پاکولو په موخه له شپږمې ناحیې څخه عمومي حشر پیل کړ.

مسوولان د دغه حشر له پیل څخه موخه د پاک چاپېریال خوندي ساتل دي.

غزني کې روغتیاپالان: اقتصادي ستونزې د امېندواره مېرمنو روغتیا زیانمنوي

نوریه هغه مور ده چې څلورم ماشوم یې تازه نړۍ ته راغلی او دامهال د خوراځواکۍ درملنې لپاره روغتون کې بستر ده. هغه د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، اقتصادي ستونزې او د اومیندوارۍ پرمهال د مناسبو خوړو نه‌شتون لامل شوی چې نوی زېږېدلی ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شي او خپله هم ښه وضعیت نه لري.

پکتيکا کې په ۱۸ میلیونه افغانۍ درېوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې رياست څخه نن پنجشبنه، غويي ۴مه، په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، ابتدایه، لاړ ابتدایه او لواړګې اډه ابتدایه هغه ښوونځي دي پخوا يې ودانی نه درلودې، اوس يې د ودانیو جوړولو کار پیل شوی دی.

د پاکستاني ساینس‌پوهانو نوښت؛ د چرګو نوی نسل کال کې ۲۰۰ هګۍ اچوي

په پاکستان کې ساینس‌پوهانو د چرګو داسې نوی نسل رامنځته کړی چې په یوه کال کې څه باندې ۲۰۰ هګۍ اچوي.

دغه چاره چې د یاد هېواد د چرګانو د سکتور لپاره یوه لویه لاسته‌راوړنه بلل کېږي، د فیصل‌اباد د کرنې پوهنتون (UAF) ساینس‌پوهانو د هلو ځلو په مرسته د چرګانو دا نوی نسل رامنځته شوی دی.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغنستان بانک په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره راتلونکې شنبه، غويي شپږمه، ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (پنجشبنه، غويي ۴مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې «شنبه، غويي ۶مه» ۱۵میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

امریکا د یمن پر پلازمینه ۹ او صعده ښار ۶ ځلې بمبار کړی

د یمن المسیره شبکې نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د امریکا جنګي الوتکو تازه د دغه هېواد شمال ته صعده ښار کې پر «سهلین» سیمې ۶ ځلې بمبار کړی. یمني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر اسمان اوس هم جنګي الوتکې ګرځي.

راپور کې ویل شوي چې امریکا د پلازمینې صنعا ښار په «براش او نقم» سیمو هم ۹ ځلې بمباري کړې ده.