
جګړو کې وران شوي ښوونځي؛ د میوند اوسېدونکي زدهکړو ته د لاسرسي غوښتنه کوي
د کندهار د ميوند ولسوالي په یوه نیمه نړیدلې ښوونځي کې ماشومان او تنکي ځوانان په زدهکړو بوخت دي. دلته د ډېری ښوونځیو او درسي ټولګیو دروازې د زړو خښتو یو څو قطارونو نیولي.
د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، جګړې یوازې ودانۍ نهدي نسکورې کړې، بلکې علمي بنسټونه یې هم وران او زیانمن کړي دي.











