قزاقستاني پلاوی: د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو یو

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.
هغه وویل، قزاقستان د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپین‌بولدک اوسپنې پټلۍ پروژې، د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتو دی.

غزني کې د وروستي یوه کال پرمهال دودیزو لوبو وده کړې

د غزني د مرکز «علي‌لالا» دښت کې د نیزې وهلو سلګونه مینه‌وال سر اټول شوي، څو د دغه ولایت د نیزې وهلو ټیم وهڅوي؛ د نیزې وهلو لوبه، غېږ نیونه او دې ته ورته نورې لوبې، د غزني او د هېواد د سوېلي ولایتونو د خلکو له فرهنګ سره تړلي دي.

۵۰کلن فدامحمد سلطاني د غزني د نیزې وهلو لوبډلې غړی دی.

د اسلامي امارت او چین چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د یکشنبې په ورځ کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ سره لیدلي.

دغه لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو زیاتولو په اړه بحث او خبرې کړي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګجرات له کلکتې سره لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن دوشنبه، اپرېل ۲۱مه د افغان لوبغاړو په ګډون ګجرات ټایټنز له کلکته نایټ‌رایډرز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د کلکتې په «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس ومړ

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس نن سهار دوشنبه، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۲۱مه د ۸۸ کلونو په عمر واتیکان کې ومړ.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، هغه له څه مودې راهیسې روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې وو.

واتیکان د نوموړي د مړینې خبر تایید کړی دی.

د ملا برادر او قزاقستاني پلاوي لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو خبرې کیږي

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن مخکې له غرمې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې به د دواړه لوري د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ، د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه خبرې وکړي.

له کابله ارومچي ته اونۍ کې د اریانا افغان هوايي شرکت د دویمې الوتنې پیلېدل

د اریانا افغان هوايي شرکت مشر ویلي، تر دې وروسته به هره اونۍ د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه د چین ارومچي ښار ته دوه الوتنې ترسره کوي او دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا لپاره شوی دی.
د هغه په وینا، د چین ارومچي ښار ته اونۍ کې دوه ځلې الوتنې به د سوداګرو ننګونې راکمې کړي.