کابل کې د یوشمېر مېرمنو د ګاڼو او سینګارتوکو د جوړولو کم‌ساری هنر

دلته د کابل ښار په «شهرارا» سیمه کې د «احمدي» په نوم د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو کارځای دی؛ چېرې چې یوشمېر ښځې د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو لپاره پر کار بوختې دي.

یوشمېر زیارکښې ښځې د ګاڼو جوړولو په یوه کوچني مرکز کې سره راټولې شوي او په خپلو ځانګړو مهارتونو سره له قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو زینتي ګاڼې جوړوي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ راجستان او ډیلي نن لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل په زړه پورو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه، اپرېل ۱۶مه راجستان رویلز له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د ډ‌یلي په «ارون جېټلې کرېکټ لوبغالي کې» پیل شي.

روسی سرتېری اوکراین ته د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم شوی

د روسیې پوځي محکمې د دغه هېواد یو سرتېری له جګړې د تېښتې او اوکراین ته په خپله خوښه د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.

روسیې همداراز پنځه نور کسان چې عمرونه یې، له شلو ښکته دي، د چورلکې او اوسپنې پټلۍ تجهیزاتو ته د اوراچولو په تور د بند سزا ورکړې ده.

بهرنیو چارو وزارت: د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه‌ده

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قصاص حکم د تطبيق په اړه د يوناما څرګندونې چې قصاص په‌کې د ژوند حق خلاف بلل شوی او د دغه حکم د لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه عمل دی.
د دغه وزارت په وینا، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه‌زغم عمل دی چې بايد راتلونکې کې ترې ډډه وشي.

ذبیح‌الله مجاهد: نن کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کیږي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، نن (چهارشنبه، وري ۲۷) کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې «JCC» ګډه غونډه ترسره کیږي.
په دې غونډه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.

کندوز کې په ۷.۵ میلیونه افغانۍ د لوړتناژ تله ولګول شوه

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کندوز په اړوند سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوړتناژ تله ولګول شوه.

دغه تله د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالي اړوند دشت‌ابدان سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او سړک خرابېدو مخنیوي لپاره لګول شوې ده.

ډونالډ ټرمپ: داوطلبه وتونکو ناقانونه کډوالو سره مالي مرسته کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې اوسېږي، په خپله خوښه ووځي، مالي مرستې به ورسره وشي.

نوموړي له فاکس‌نیوز سره مرکه کې همداراز ټينګار کړی، دغه ناقانونه کډوال چې په دواطلبانه توګه له امریکا وځي، د مالي مرستې ترڅنګ به د دې فرصت ولري چې له قانوني لارو بېرته امریکا ته راشي.  

د محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

هغه لیکلي چې دغه غونډه له اوږدې مودې وروسته ترسره کېږي.

اسلامي امارت تراوسه د دغه پاکستاني پلاوي د سفر موخې په اړه څه نه دي ویلي

کډوالۍ نړیوال سازمان: دوو کلونو کې ۲نیم میلیون کډوال افغانستان ته ګرځېدلي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه راپور کې چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی ویلي، د ٢٠٢٣ کال له سپټمبر څخه د روان ٢٠٢٥ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۲.۴۳ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ګرځېدلي دي.
د دغه سازمان په وینا، دغه موده کې یې تر یو نیم میلیون ډېرو راستنېدونکو سره مرسته کړې.