
د هلمند ګرشک ولسوالي کې پر ۶۸۰ جریبه ځمکه ښارګوټی جوړیږي
ځايي مسوولان وايي، د ګرشک ولسوالي اړوند «دهمزنګ» سیمه کې د یوه نوي استوګنیز ښارګوټي چې د ژوند اړینې اسانتیاوې به ولري، د جوړېدو چارې

ځايي مسوولان وايي، د ګرشک ولسوالي اړوند «دهمزنګ» سیمه کې د یوه نوي استوګنیز ښارګوټي چې د ژوند اړینې اسانتیاوې به ولري، د جوړېدو چارې

اسلاماباد کې لمر راختلی؛ خو لاهم د افغان کډوالو لپاره د وېرې شپه ده. د ښار په تشو او ارامو کوڅو کې د پولیسو د موټرو غږ چې کور په کور د تلاشۍ لپاره ګرځي، اورېدل کېږي او د دې غږ په اورېدو سره، د افغان کډوالو وېره نوره هم زیاتېږي. د دې کوڅو له یوه کور څخه خیرمحمد د یوې نازکې پردې ترشا له کوره بهر ته ګوري.

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولان وايي، نن (سهشنبه، وري ۲۶) یې دغه ولایت کې ۲۸۰ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو ۶

د پکتیکا د پوهنې رياست نن (سهشنبه، وري ۲۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تروو او وړممۍ ولسوالیو کې د ۱۸میلیون افغانیو په لګښت

د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستمخېل نن د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته وویل، تېر کال یې هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه کړې ده.
خو ده وویل، لا هم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې ده چې باید پاکاري شي.

د لوګر پلعلم ښاروالي مسوولان وایي، په تېر یوه کال کې یې، ۶۱میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او یوشمېر ټولګټې پروژې یې بشپړې کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د پولیسو پر موټر د شوې چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
پېښه نن سهشنبه، اپرېل ۱۵مه د بلوچستان ایالت د مستونګ سیمې په شمساباد سیمه کې شوې ده.
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، چاودنه د پولیسو بس موټر پسې د نښلوونکي ماین له امله رامنځته شوې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس پر “ایکسپاڼه” یوه پیغام کې لیکلي: «موږ فلسطینیانو سره خپل ملاتړ پیاوړی کوو. دغه ۱.۶ میلیارد یورو به تر ۲۰۲۷ کال پورې لویدیځه غاړه او غزه کې د وضعیت په ثبات کې مرسته وکړي.»
اروپايي ټولنې ویلي چې ۶۲۰ میلیون یورو د فلسطیني د کورواکه ادارې د ملاتړ او اصلاحاتو لپاره، ۵۷۶ میلیون یورو د لویدیځې غاړې او غزې د بیارغونې لپاره او ۴۰۰ میلیون یورو د پور په توګه ځانګړي شوي دي.

د پکتیکا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې یاد ولایت کې درې کسان د انسانتښتونې او وژنې په تور نیول شوي دي.
د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو لهخوا یو کس د انسانتښتونې او دوه نور بیا د وژنې په تور نیول شوي دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (سېشنبه، وري ۲۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ ۲۰۰ افغان چې د پاکستان په بندخونو

هرات کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د ۳۰ میلیونه افغانۍ او دوه کیلوګرامه سروزرو د غلا په تور نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي شاه رحمت وايي چې دغه غلا نږدې شپږ میاشتې وړاندې په کهسان ولسوالي کې شوې وه.

د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې د ولایت په کچه د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر د نمانځلو په مناسبت لس اوریزې سیالي پای ته ورسېدې.