
مزارشریف کې د بولانيخرڅوونکو تود بازار؛ «د ورځې تر ۵۰۰۰ افغانۍ خرڅلاو لرم»
رحمتالله هره ورځ د مزارشریف ښار پر یوه سړک دودیز بولاني پخوي. هغه سلام وطندار سره خبرو کې وايي، په وروستیو میاشتو کې یې پلور دوه برابره شوی دی. د ده په باور، خلک د کمزوري اقتصادي وضعیت په دلیل رستورانت کې د ډوډۍ خوړولو پر ځای د سړک پر غاړه چمتوکېدونکو بولاني خوړولو ته مخه کړې چې په وینا یې، د دوی کاروبار ورسره ښه شوی.










