
کابل کې د یوه نالوستي ځوان د «کتاب پلورلو» کیسه
د کابل ښار شهرنو پارک ته څېرمه ولاړ ځوان غواړي هغه کتابونه وپلوري چې ده ته نږدې کېښودل شوي دي.
کله چې هغه ته نږدې شوم، له واره یې، یو کتاب راته مخکې کړ. «دا کتاب «لطفا ګوسفند نباشید» دی. ډېر خلک یې، اخلي او هدف یې، د ځان پېژندل دي.» هغه سیدفرید نومېږي او که څه هم د خپل ژوند درې لسیزې یې تېرې کړې؛ خو د لوستلو او لیکلو فرصت یې نهدی ترلاسه کړی.








