بدخشان کې سېلابونه؛ تردامهاله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ ورک دي

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي رییس مولوي محمداکرم اکبري وویل، تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ولایت کې د ویجاړونکو سېلابونو په دلیل، خلکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي.
هغه وویل، د سېلابونو پرمهال د یوه ماشوم په ګډون ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ نور نادرکه دي.
دغو سېلابونو کې شاوخوا ۳۵۰ د اوسېدو کورونه وران شوي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او باغونه، کانالونه، سړکونه او پلونه یې هم وران کړي دي.

بادغیس او نیمروز ولایتونو کې په دریو کسانو د قصاص حکم اجرا شو

د اسلامي امارت سترې محکمې د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، نن جمعه بادغیس ولایت کې په دوو کسانو چې په قتل تورن وو، د قصاص حکم تطبیق شو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کسانو له ډلې لومړی کس سلیمان د محمد رسول زوی د بادغیس د تګاب‌علم ولسوالي د «چاه‌جلال» سیمې اوسېدونکی او دویم کس حیدر د مجنون زوی د دره‌بوم ولسوالي «نخچرستان» سیمې اوسېدونکی دی چې د قصاص حکم پر عملي شو.

د اسلامي امارت مشر: اوس یې وخت دی چې ټولو برخو کې شریعت تطبیق شي

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ د پکتیا له مسوولانو سره لیدنه کې ویلي، د شرعي نظام د حاکمیت لپاره باید هڅې وشي، څو اسلامي او شرعي په ځانګړې ډول د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر احکام چې د اسلام اصلي هدف دی، نافذ شي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه ویلي، شیخ‌هبت‌الله اخندزاده ټینګار کړی چې اوس یې وخت دی، ترڅو په اقتصادي، سیاسي، او نظامي چارو کې شریعت تطبیق شي.