خوست کې په ۱.۵ میلیونه ډالر طبي کمپلېکس جوړېږي

خوست کې د «البدر خیریه بنسټ» له لوري د ۱.۵ ميليون ډالرو په ارزښت د يوه طبي کمپلیکس د جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست والي وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وويل چې د البدر خیریه بنسټ چې یو کورنی بنسټ دی، نن پنجشنبه، وري ۲۱مه یې، دغه ولایت کې د يوه طبي کمپلېکس د جوړېدو چارې پيل کړې.

د پاکستان له ناسم‌چلند د افغانانو شکایت؛ «مونږ سره یې ډېره بده رویه وکړه»

 له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هم‌مهاله هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.

دغه افغانان د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سرټکوي او ځینې یې وایي چې یوازې یې، سر خوندي راوېستی او نور ټول وسایل او کور یې ترې پاکستاني پولیسو ایسار کړی دی. 

پاکستانه د افغانانو جبري اېستل؛ ۱۰کلن اُميد: لومړی ځل پرخپله خاوره قدمونه ږدم

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په دوام، د تورخم او سپین‌بولدک له لارو د بیرته راستنېدونکو کورنیو شمېر د پام وړ زیات شوی.
یوشمېر دغه کورنۍ چې له پاکستانه په زوره اېستل شوي د پاکستاني پوځيانو له ځورونکي چلن ترخې کیسې لري.
۱۰کلن اُمید له بیرته راستنېدونکو افغانانو یو دی او لومړی ځل د خپل هېواد پر خاوره قدمونه ږدي.

ننګرهار کې د نارنج‌ګل ملي او نړيوال نندراتون جوړ شو

ځايي مسوولان وايي، د نارج‌ګل په نوم د وطني تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د جلال‌اباد ښار «سراج العمارت» بڼ کې پیل او تر شنبې ورځې دوام کوي.
د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس سید عبدالبصیر پاچا وویل، د نارنج‌ګل ملي او نړيوال نندارتون په ۱۲۰غرفو کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو تولیدات او محصولات نندارې ته ايښودل شوي.

هرات کې مېرمنې د «امېندوارۍ ماسک» ناروغي درملنې څخه ډډه کوي

د هرات د حوزوي روغتون یوشمېر ډاکټران وايي چې ډېری امېندواره مېرمنې د امېندوارۍ پرمهال د تورو لکو «پرمخ تور داغونه» یا د امېندوارۍ ماسک درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه نه‌کوي. فاطمه امیني او معصومه مومني امېندواره مېرمنې دي چې پرمخ د تورو داغونو څخه رنځېږي.

لوګر کې یو نوی ښوونځی پرانېستل شو

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د پل‌علم ښار اړوند د الوزیو په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د حضرت ابوعبیده بن الجراح په نوم یو نوی ښوونځی د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شوی دی.

پاکستان کې د وسله‌وال برید پرمهال درې پولیس وژل شوي

د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د وسله‌وال برید له امله درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پولیس چارواکو په وینا، برید د کوټې په مستونګ سړک د نوي سریاب پولیسو پر موټر شوی دی. دوی زیاته کړې چې له برید وروسته وسله‌وال پر تېښته بریالي شوي دي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ بنګلور نن له ډیلي سره سیالي کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن پنجشنبه، اپرېل لسمه رویال چلنجرز بنګلور له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د هند د بنګلور په «اېم چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د غزې بېلابېلو سیمو کې د استوګنې پر ودانیو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپورونو کې ویل شوي چې د غزې پر «شجاعیه» سیمه د اسراییل بریدونو کې لږترلږه ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

ټرمپ د چین په صادراتي توکو تعرفه ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د چین په صادراتي توکو یې تعرفه له ۱۰۴سلنې ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې او د نورې نړۍ اضافه تعرفه یې ۹۰ ورځې ځنډولې ده.

هغه لیکلي چې دغه پرېکړه د چین د هغه غچ اخیستونکي اقدام په ځواب کې شوې چې د امریکایي توکو په وارداتو یې تعرفې ولګولې.

ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر چین لګول شوې تازه تعرفه په سملاسي ډول عملي کېږي.