
لوګر کې د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي پای ته ورسېدې
د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي د «پېروزي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي د «پېروزي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره یې، هغه هېواد چارواکو سره خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هوکړې ته رسېدلي، څو یو ګډ میکانیزم رامنځته شي او له مخې یې هېواد ته د کډوالو ستنېدو زمینه برابره شي.

دوی زیاته کړه چې دا کمپاین د کندوز په پنځو ولسوالیو، چې چاردره، دشت ارچي، امام صاحب، اقتاش او قلعهزال شامل دي، د تخنیکي ټیمونو سره په همغږۍ او د ځانګړو تجهیزاتو په کارولو سره په څړځایونو او کرنیزو ځمکو کې د ملخانو د یرغل مخنیوي په هدف پیل شوی دی.

د میدانوردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې د دوی له څارنې وروسته درې ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

۲۵کلن عاقل شاه بختیار له کوچنیوالي څخه د ودانیو او انجینیري پروژو سره لېوالتیا درلوده. هغه ته انجینیري یو مسلک نه، بلکې یوه هیله وه. نوموړي خپلو دې هیلو ته د رسېدو لپاره د بلخ پوهنتون له انجینیري پوهنځي د فراغت سند ترلاسه کړ، خو نهیې غوښتل چې یوازې انجینیر پاتې شي.

د افغانستان بانک سبا «پنجشنبه، وري ۲۱مه» د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۲۰ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن (چهارشنبه، وري ۲۰مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا «پنجشنبه، وري ۲۱مه» ۲۰میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې اوکرایني ځواکونو په ختیځ اوکراین کې دوه چینایان چې د روسیې لپاره جنګېدل، نیولي دي.

غزه کې د اسراییلو د مرګونو بریدونو پر دوام، په شویو تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغو کسانو د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دومېنېکا هېواد د پلازمېنې سانټو دومېنېکا ښار د یوه نایټکلب د چت لوېدو له امله ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې د پلازمېنې والي او د بېسبال مېجر لیګ پخوانی لوبغاړی اوکتاویو ډوټل هم شامل دي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ ژغورونکي او مرستندویه ډلو غړي د احتمالي ژوند پاتو او جسدونو د راېستلو لپاره هڅې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ پاناما ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د پاناما کانال به له چین بېرته وګرځوي.
نوموړي د پاناما له چارواکو تر لیدنې وروسته ژمنه کړې چې د یاد هېواد امنیتي ځواکونو سره همکاري پراخه او ټينګار یې وکړ چې د پاناما کانال کې به د چین د نفوذ مخه ونیسي. د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې چې چین غواړي د سوداګرو په مرسته دغه کانال د جاسوسۍ لپاره وکاروي، خو په وینا یې، دوی به یې مخه ونیسي.

د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص عمومي مشر ډاکټر نثاراحمد نيازي وويل، د لومړي ځل لپاره یې تېره ورځ (سهشنبه، وري ۱۹) د پکتيا حوزوي روغتون کې پنځو برخو کې د تخصص پروګرام پيل کړ.
د تخصص دغه پروګرام په عمومي داخله، جراحي داخله، ماشومانو داخله، زېږون او اورتوپيدي برخو کې پیل شوی.
هغه زياته کړه چې د پکتیا حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام پيلولو څخه موخه د روغتيا برخې معیاري کول دي.

د پکتيا د امنیې قومنداني یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د نشهيي توکو يوه کارخونه کشف او