
پکتيا کې په ۳۷۵زره ډالرو روغتيايي مرکز جوړ او ګټېاخيستنې ته وسپارل شو
د پکتيا د عامې روغتيايي رياست مسوولان وايي چې مرکز ګردېز ښار اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټېاخيستنې ته سپارل شوی دی.

د پکتيا د عامې روغتيايي رياست مسوولان وايي چې مرکز ګردېز ښار اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او ګټېاخيستنې ته سپارل شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن «سهشنبه» وري ۱۹مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت لهخوا د یوه ګډ میکانیزم پر بنسټ، د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د پرلهپسې غوښتنو سره سره پاکستان بیا ه له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه اېستلو پروسه پیل کړې ده.

بېکاري افغانستان کې د تحصیل کړیو ځوانانو پر وړاندې له جدي ننګونو شمېرل کیږي. له هغو ۱۹ ځوانانو سره چې تازه له پوهنتونونو فارغه شوي، د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې له پوهنتون تر فراغت وروسته د دغو ځوانانو لپاره د کار هېڅ فرصت نه دی برابر شوی.
دغو ځوانانو ویلي چې د دندو پیدا کولو لپاره یې په وار وار دولتي او غیردولتي بنسټونو ته مراجعه کړې، خو نه دي توانېدلي چې کار پیدا کړي.

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ۴۰زره څارویو ته د طاعون ناروغۍ ضد واکسین د عمليکېدو پروګرام پیل شو.

د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د پخواني ماین چاودنې له امله د یوه ښوونځي څلور ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

امریکايي میلیارډر اېلن ماسک له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې د هېواد پروړاندې لګول شوې تعرفې لغوه کړي.
واشنګټن پوسټ له خپلو دوو باخبرو سرچینو راپور ورکړی چې ماسک په دې تړاو ټرمپ ته په شخصي توګه اعتراض کړی دی.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي نن سهشنبه، اپرېل اتمه د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ایران او امریکا به راتلونکې شنبه، په عمان کې غیرمستقیم مذاکرات پیل کړي.

۱۲کلن شفېعالله د اقتصادي ستونزو له امله د مرکز پلعلم ښار په سبزي منډوي کې پر درنو کارونو بوخت دی.
هغه سلاموطندار ته وايي چې په سبزي مندوي کې په لاسي کراچۍ د خلکو درانه وزنونه له یوځای بل ځای ته لېږدوي او له دې لارې د ترلاسه شویو پيسو په وسیله د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي.

په هېواد کې یوشمېر ځوانان د رسمي یا دایمي دندې ترڅنګ له ځینو شرکتونو او بنسټونو سره په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه مسلکي کار کوي.
د یاو ځوانانو د شغلي وضعیت ارزونې لپاره سلاموطندار له ۳۰ ځوانانو سره چې رسنیو، انجینیري او ګرافیک برخه کې فعالیت لري، مرکې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د سرپرست حکومت د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غړو افغان کډوال سره د ناوړه چلند او جبري اېستلو په اړه ځانګړې غونډه شوې.
دغه غونډه کې افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د اصولو خلاف په جبري ډول د هغوی اېستل غندل شوي او دغه کړنه یې د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب حقوقو خلاف عمل بلل شوی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن (سهشنه، وري ۱۹) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په غزې بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د دوشنبې ورځې له سهار راهیسې یې لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او یوشمېر نور ټپیان کړي.
د راپورونو پر اساس، د تېرې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه د اوربند له پایته رسیدو راهیسې اسراییلي ځواکونو له ۴۰۰زره ډیر نور فلسطینیان بېځایه کړي دي.