تېرو ۵ ورځو کې له پاکستانه شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ اېستل شوي

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن سلام‌وطندار ته وویل، د اختر له ۴مې ورځې را په‌دې خوا، له پاکستانه د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ له پیلېدو راهیسې، ۶۷۵ کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې را اېستل شوي.
ورته وخت کې یوشمېر بیرته راستنېدونکې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له بد چلند او خپلو ستونزو شکایت کوي.

د ازبیکستان پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي نن (یکشنبه، وري ۱۷) سلام‌وطندار ته وویل، د ازبیکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکتور یوه پلاوي تېره ورځ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.
د هغه په وینا، یاد پلاوي نن یکشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.

د اسلامي امارت او ترکمنستان چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

د کانونو او پترولیم وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د ټاپي نل‌لیکې کمپنۍ اجراییوي رئیس مراد امانوف او نورو مسوولانو هرات کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه کړې.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او د دغې پروژې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ٣٠ فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین روغتيايي مسوولانو ویلي چې اسراییلي ځواکونو تېره ورځ د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي چې ٣٠ فلسطیني وګړي په کې وژل شوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراييل د بریدونو د دویم پړاو له پیل راهیسې څه باندې یو زر او ٢٥٠ کسان وژل شوي او تر ٣ زرو زیات ټپیان دي.