
عبدالطیف منصور: امریکا تراوسه ا.ا ته یو ډالر هم نهدی ورکړی
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي چې امریکا تراوسه د مرستې په توګه اسلامي امارت ته یو ډالر هم نهدی ورکړی.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي چې امریکا تراوسه د مرستې په توګه اسلامي امارت ته یو ډالر هم نهدی ورکړی.
د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.
سرپرست حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بولي.
په لومړي ځل د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «روسي ښکېلاک د غازي مجاهدينو تر سرليک» لاندې د ۶۰ کسانو ترمنځ د پخوانيو توپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالي جوړې شوې.
د لغمان مرکز مهترلام بابا زیارت کې د وخت د امیر شاه شجاع لنګر یا چای خانه چې نوموړي به د خپلې حکومتولۍ پرمهال یاده سیمه کې د چای لپاره دمه کوله. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس فیضانالله پټان بیا وايي، لغمان د ګرځندویانو لپاره ټولې اسانتیاوې لري، خو د مدیریت لپاره یې باید کار وشي.
د ایران د سوېلي خراسان والي محمدرضا هاشمي وايي چې د دغه هېواد په بیرجند کې د افغانستان او په فراه ولایت کې د یاد هېواد د قونسلګرۍ د جوړېدو په هڅه کې دي. والي همداراز زیاته کړې چې دغه چاره به د ایران او افغانستان اړیکې لا ژورې او پراخې کړي او بېلابېلو برخو کې به د همکاریو لامل شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په دولتي ادارو کې د چارو ښهوالي لپاره د کارکوونکو د حاضرۍ د پلټنې او څېړنې بهیر پیل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نهده شوې.
یاد وزارت نن چهارشنبه، وري ۱۳مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اړوند امنیتي ځواکونو د هېواد جوماتونو، تفرېح ځایونو او عمومي لارو امنیت نیولی و او هېڅ ډول امنیتي پېښه نهده رامنځته شوې.
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربهتوب د درېوو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
نیوزیلنډ په یاده لوبه کې پاکستان ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او ورسره یې، د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.
د ریال ماډریډ فوټبال کلب بېګاه شپه د ریال سوسیډاډ پر وړاندې له یوې په زړه پورې سیالي وروسته د اسپانیا «کوپا ډېل رې» فوټبال لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
پر غزې د اسراییلو د تازه بمباریو له امله یوازې له نن سهار راهیسې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته مهال د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز وايي چې پوځ یې، په غزه کې د ځمکني بریدونو او عملیاتو د پراخېدو په حال کې دی او په وینا یې، ډېرې سیمې به تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون