له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

د پاکستان جیونیوز رسنۍ نن راپور ورکړی چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو اعلان شوې نېټه پای ته رسېدلې او ټاکل شوې چې نن د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.

پاکستان د مارچ تر ۳۱مې له دې هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره وخت ټاکلی و.

پر یمن د امریکا بریدونه؛ حوثیان: بې‌پېلوټه الوتکه مو وېشتلې

امریکا بېګاه شپه په یمن کې د حوثي ډلې پر بېلابېلو مرکزونو پراخ او مرګوني هوايي بریدونه کړي دي.

حوثیانو پورې تړلي «المسیره تلویزیون» راپور ورکړ چې امریکایي ځواکونو پر شمالي ولایت صعده ۱۵ بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، بریدونه پر صعده ښار، د مجز او سهار ولسوالي سربېره، د صنعا ولایت د بني مطر ولسوالي په جبل النبي شعیب هم شوي دي.

ډونالډټرمپ: ټوکې نکوم، غواړم د درېیم ځل لپاره ولسمشر شم

که څه هم د امریکا د قانون له مخې، هر کس کولای شي چې دوه ځلې د یاد هېواد ولسمشر شي، خو ډونالډ ټرمپ وايي، غواړي د درېیم ځل لپاره سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه قدم ووهي.

نوموړی وايي، ټوکې نه‌کوي او غواړي چې د درېیم ځل لپاره هم د امریکا ولسمشر شي.