
د کډوالو عالي کمېشنري: له پاکستانه د کډوالو جبري ستنول اساسي حللاره نهده
پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کانډلر ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول د هېڅ لوري په ګټه نهدی.
هغې ټینګار کړی چې دغه موضوع څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه دې د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدو ته زمینه برابره کړي.