
هبتالله اخندزاده: ځینې هڅه کوي افغانستان یوځل بیا د اور په کنده بدل کړي
د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده کندهار کې د اختر له لمانځه وروسته وینا کې ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي، اختر د مسلمانانو د خوشحالي او عبادت ورځ ده.
هغه یوه غږیز فایل کې چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد خپور کړی وايي، ځینې لوري هڅه کوي چې عام خلک او حکومت او په ځانګړې توګه امارت سره جلا کړي او افغانستان یو ځل بیا د اور په کنده بدل کړي.