اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالره مرسته کوي

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي.

امیرخان متقي: سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان سفیر سره لیدنه کې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي.
هغه ویلي، سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه‌رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې، له ټولو لوریو سره باعزته اړیکو ته لیواله دی.

کندهار کې د شیخ‌‌هبت‌الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې امنیتي غونډه شوې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو محمد یعقوب مجاهد او سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړی.