
پکتيا کې ۲۲۰ ځوانان له حرفوي زدهکړو فارغ شول
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن پنجشنبه، وري اوومه، ۲۲۰ ځوانان له شپږ مياشتني حرفوي زدهکړو څخه فارغ شول.
د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت د يادو کسانو فراغت مراسمو کې وويل چې دغه کسانو ته په پنځه برخو کې شپږ مياشتني عملي او نظري زدهکړې ورکړل شوي دي.







