د سوداګرۍ او پانګونې خونه: پر شپږ قلمه لومړنیو توکو مالیه راکمه شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، دغه پرېکړه د دغې خونې په وړاندیز شوې او د اقتصادي کمیسیون له لوري تصویب شوې ده.
د دغې خونې مشر یونس مومند وویل، د دغې پرېکړې له‌مخې، تر دې وروسته د غنمو، اوړو او غوړیو په څېر د لومړنیو خوراکي توکو هر یو میلیون عاید کې له سوداګرو زر افغانۍ مالیه او همدارنګه د بورې، مایع ګازو او تېلو هر یو میلیون عاید کې له سوداګرو ۱۵سوه افغانۍ مالیه اخیستل کیږي.

غزه کې فلسطینیانو د حماس پر ضد لاریون کړی

د غزې په شمال کې سلګونه کسانو د یوه لاریون پرمهال د جګړې پای ته رسولو او د حماس پر ضد شعارونه ورکړل.

د غزې شمال تر ټولو ویجاړونکې سیمه ده چې د هستوګنې ډېری ودانۍ ویجاړې شوي او پر کنډواله بدلې شوې دي.

د یادې سیمې ډېری اوسېدونکي د جګړو له امله په وار وار بې‌ځایه شوي.

ذبیح‌الله مجاهد امریکا سره د رسمي اړیکو پر لرلو ټينګار کړی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه شبکې سره مرکه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه له امریکا سره د رسمي اړیکو پر ټینګېدو ټينګار کړی او ویلي، دغه هېواد سره یې دښمني ابدي نه‌ده او هېوادونه باید یو له بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن سهار ۱۱ کسان وژل شوي چې ۵ یې ماشومان دي

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو نن سهار (چهارشنبه، وري ۶) د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۱ کسان په کې وژل شوي.
د قربانیانو په ډله کې ۵ ماشومان شاملیږي چې یو یې شپږ میاشتنی ماشوم دی.
د اسراییلو پوځ په سوریې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی او د هغه هېواد په درعا کې یې شپږ کسان وژلي دي.

افغانستان او چین د سوداګرۍ پراختیا لپاره کاري ډله رامنځ ته کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د چین سفیر ژاو شينګ سره ليدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لوریو چین ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزيو، انارو او د لاجورد، نفریټ او تالک ډبرو په څېر د معدني او قیمتي ډبرو په صادراتو بحث او خبرې کړي دي.

نورجلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخه کې د قطر همکاري مهمه بللې

د عامې روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مُردف القاشوطي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لورو د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو په تامینولو، د قطر له لوري کندهار کې د ۴۰۰بستریز روغتون په جوړولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو بحث او خبرې کړي دي.