کندهار کې په ۴۵۱میلیونه افغانیو دوه ځمکني ټرانسپورټي ترمینلونه جوړېږي

د کندهار محلي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د ۴۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکني ترانسپورټ د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د یادو پروژو پرانېست‌غونډې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وویل چې د اسلامي امارت د بيا‌ځلې واکمېدو راهیسي د هېواد ترانسپورتي نظام د معياري بدلون په حال کې دی.

لوګر کې د چینارو نمایشي قطعې جوړېږي

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او پنځه ولسوالیو کې د چینارو نمایشي قطعې جوړېږي.

د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي شیراقا «پیر حبیب‌الله» پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د چینارو ۲۵ لوې نمایشي قطعې جوړېږي.

لغمان کې تېرکال ۵۲ پروژې بشپړې او پر ۳۶ پروژو کار روان دی

د لغمان مرستیال والي اخترمحمد مزمل وايي چې ۱۴۰۳کال په بېلابېلو برخو کې لغمان کې ۸۸ پروژې  پلان شوی وې چې ۵۲  پروژې بشپړې او د ۳۶ نورو کارونه روان دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وري پنځمه لغمان کې د تېرکال پرمهال د لاسته‌راوړنو او پلانونو په اړه جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

جاپان په تېروتنه پراعدام محکوم شوي کس ته ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي

د جاپان حکومت هغه کس ته چې نږدې ۵۰ کاله وړاندې د قتل په قضیه کې پر اعدام محکوم شوی و، ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.

۸۸کلن ایوایو هاکامادا په ۱۹۶۸کال کې د خپل رییس، د نوموړي مېرمنې او دوو ماشومانو په وژنه تورن پېژندل شوی او له هغه وخت راهیسې یې، د اعدام حکم ته په تمه و.

د جلغوزيو سوداګر: د صادراتو لپاره دې د چين ترڅنګ نورو هېوادونو سره تړونونه وشي

سویل ختیځو ولایتونو کې د جلغوزيو يوشمېر سوداګر سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، له چين سره د جلغوزيو صادراتو لپاره انحصاري تړون له زيان سره مخ کړي.
دوی وویل، تېر ۱۴۰۳ کال خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې د جلغوزیو حاصلات ۳۵۰۰ ټنو ته رسېدلي، خو چینايي سوداګرو تر اوسه ۲زره ټنه لېږدولي او شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه یې پاتې دي.

ملګروملتونو ویاند: هیله‌ ده د افغان‌نجونو پر زده‌کړو محدودیت تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، که چېرې افغانستان کې روان وضعیت او د سرپرست حکومت محدودیتونه همداسې دوام وکړي، له ۴ میلیون ډېرې افغان نجونې به د زده‌کړو د دوام له حقه محرومې شي.
هغه د یونیسف د وروستي رپوټ پر بنسټ یوې خبري غونډې ته ویلي، افغانستان کې دامهال ۲.۲ میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې دي او تمه لري چې دغه وضعیت دوام ونه‌کړي.

عباس عراقچي: ناقانونه افغان کډوال به په تدریج او باعزته ډول ستانه کړل شي

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، افغان لوري سره یې په یوې داسې ګډې طرحې جوړولو کار کړی چې د افغان کډوالو پر ستنولو متمرکزه ده.
هغه ویلي چې د دې طرحې له مخې به، د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير په تدريجي او په باعزته توګه ترسره شي.